ملي امنیت هلمند کې د ملا میر حمزه دوه مرکزونه له منځه وړي

16 قوس 1398 ساعت 11:15

ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځواکونو یې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا میرحمزه دوه مهم پټنځایونه او مرکزونه له منځه وړي دي.


ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځواکونو یې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا میرحمزه دوه مهم پټنځایونه او مرکزونه له منځه وړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو د مشهور قوماندان ملا میرحمزه دوه مرکزونه له منځه وړل شوي او شپږ طالبان وژل شوي دي.

ملي امنیت وایي په عملیاتو کې د دوه پاکستانیانو کلیم الله او بهاوالدین په ګډون پنځه وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې یې ۶۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵ بمونه، یو میل تفنګچه، یوه ایکم مخابره او ګڼ د ماینونو جوړولو وسایل نیولي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122877

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122877/

جمهور
  https://www.jomhornews.com