په تېره یوه میاشت کې ۱۴۵۰ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

16 قوس 1398 ساعت 11:27

کورنیو چاروو وزارت وايي، د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې ۱۴۵۰ داعشیان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.


کورنیو چاروو وزارت وايي، د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې ۱۴۵۰ داعشیان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي افغان ځواکونو ته تسلیم شوي  دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه په یوه خپره کړې  خبرپاڼه کې ویلي، دغه شمېر داعشیان په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په تسلیم شویو داعشیانو کې ۴۱۳ تنه نارینه جنګیالي او پاتې نور یې ښخې او ماشومان دي.

وزارت دا هم وايي، چې په تسلیم شویو داعشیانو کې د پاکستانیانو په ګډون د نورو هېوادونو وګړي هم شته،  چې همدا اوس یې  ۸۸۸ تنه په ننګرهار کې تر جدي څارنې لاندې  دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په ننګرهار کې  د داعش مرکزونه له منځه وړل شوي او دا ډله په کې ماته شوې ده.

د یادونې ده، چې په ننګرهار کې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د داعش پر ضد عملیات روان دي، چې په ترڅ کې یې سلګونه داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي.

خپله تسلیم شویو داعشیانو هم منلې، چې د دوی پر ضد د افغان ځواکونو عملیات ډېر سخت و او دوی له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده.

امریکا هم منلې، چې افغان ځواکونو د داعش ضد عملیاتو کې رښتیا پرمختګ کړی او دغه ډله یې  له ماتې  سره مخ کړې  ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122878

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122878/

جمهور
  https://www.jomhornews.com