امریکا د خپلو نظامي ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رالېږي

16 قوس 1398 ساعت 13:30

امریکايي ارمي ټایمز ویبپاڼې خبر ورکړی، چې د امریکايي ځواکونو یوه ډلګۍ به سږ ژمی افغانستان ته ولېږل شي.


امریکايي ارمي ټایمز ویبپاڼې خبر ورکړی، چې د امریکايي ځواکونو یوه ډلګۍ به سږ ژمی افغانستان ته ولېږل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  د فورټ ډرام اډې ځانګړي قطعه چې په نیویارک کې مېشت ده سږ کال افغانستان ته رالېږل کېږي.

ارمي ټایمز وایي، د دغه سرتېرو په ورتګ سره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات نه شي، بلکې دوی به له افغانستان د وتلیو سرتېرو ځای ونیسي.

په راپور کې ویل شوي د امریکا د ملي ګارډ په نوم مشهور دا ځواکونه چې د امریکا د پوځونو درېیم ډول او ۸۲ مه قطعه ده، په افغانستان کې په ګڼو جنګي ماموریتونو کې  برخه اخلي.

باید و ویل شي، چې سږ کال د همدې قطعې درې سرتېري هم په افغانستان کې وژل شوي، چې یو یې د سپټمبر په میاشت کې بګرام ته نېږدې په یوه چاودنه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122880

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122880/

جمهور
  https://www.jomhornews.com