د ټاکنو کمېسیون نن د ولسمشرۍ له نوماندانو سره ګډه غونډه کوي

17 قوس 1398 ساعت 8:48

ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو ناندریو او ستونزو د حل په موخه د ولسمشرۍ له نوماندانو سره ګډه ناسته ولري.


ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو ناندریو او ستونزو د حل په موخه د ولسمشرۍ له نوماندانو سره ګډه ناسته ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه ناسته به نن یکشنبې د لیندۍ ۱۷ مه د دواړو لورویو تر منځ وشي او پر یو شمېر مسایلو به خبرې وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې دوی نن د ټاکنیزو ناندریو د حل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو سره خبرې کوي او غواړي رامنځ ته شوی بحران ختم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل چې ښایي ټاکنیزې ناندرۍ ختمې شي او کمیسیون له نوماندانو سره ستونزه حل کړي.

له ولسمشریزو ټاکنو څه باندې دوې میاشتې تېرېږي خو دغه کمیسیون نه دی بریالی شوی چې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

کمېسیون غواړي په ۷ پاتې ولایتونو کې  هم بیا رای شمېرنه وکړي، خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یې دغه کار ته نه پرېږدی او همدا دي، چې د ټاکنو پایلې  تر اوسه ځنډېدلې  دي.

د عبدالله ټیم وايي، کمېسیون دې لومړی ۳ سوه زره رایې، چې د ده په وینا درغلې دي باطلې اعلان کړي او وروسته د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړي.

خو کمېسیون وایي، دوی له څېړنو او بیا شمېرلو پرته یوه رایه هم نه شي باطلولی او د نوماندانو دغه غوښتنه چې ۳ سوره زره رایې د باطلې کړي، غیرقانوني ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122895

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com