د تدبیر او پراختیا ټاکنیز ټیم هم له دولت جوړونکي ټیم سره یو ځای شو

17 قوس 1398 ساعت 10:15

د ډاکتر فرامرز تمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټاکنیز ټیم هم د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم سره یو ځای شو.


د ډاکتر فرامرز تمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټاکنیز ټیم هم د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم سره یو ځای شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړو ټیمونو په یوه ګډه اعلامیه کې د یو ځای کېدو پخلی کړی او وايي، دغه کار یې د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، ټولو ته معلومه ده، چې د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی ټیم او د فرامرزتمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټیمونه برنامه لرونکي دي او همدې ته په کتو یې په ګډه د افغانستان د پرمختګ، امن، سوکالۍ او پراختیا لپاره لاس سره یو کړی تر څو خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.

خبرپاڼه وايي، دواړه ټیمونه په دې باور دي، چې د امنیت ټنګښت، پراختیا، له بېوزلۍ سره مبارزه، ثبات او سوکالي یوازې د یوه کس یا یوې ډلې دنده نه ده او نه هم کولی شي په یوازې ځان هېواد د پرمختیګ او سوکالۍ په لور بوځي، بلکې دا د ټولو ډلو او جریانونو دنده ده، چې په ګډه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړي او ائتلاف وکړي.

سرچینه وايي، همدې پاک ارمان ته د رسېدو په موخه د تدبیر او پراختیا ټاکنیز ټیمو د دولت جوړونکي ټیم د یو ځای کېدو وړاندیز مني، خپل ملاتړ ترې اعلانوياو هڅه کوي، چې له دغه ټیم سره په ګډه د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لاس په کار شي.

په دغه اعلامیه کې دواړو ټيمونو ټینګار کړي، چې ټاکنو پایلې د ټاکلي مهال وېش سره سم نه دي اعلان شوې او دوی له ټاکنو کمېسیون غواړي، چې د ټاکنو پایلې نورې ونه ځنډوي او ژر تر ژره یې د قانون په رڼا کې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 122900

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122900/

جمهور
  https://www.jomhornews.com