فاریاب کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان وژل شوی دی

17 قوس 1398 ساعت 13:33

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې فاریاب ولایت کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان محمد خان احمدي د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې فاریاب ولایت کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان محمد خان احمدي د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی قوماندان نن یکشنبې د لیندۍ ۱۷مه له غرمې مخکې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایي، د ځانګړو ځواکونو قوماندان محمد خان احمدي له شولګرې  ولسوالۍ فاریاب ته په لار و، چې د طالبانو له کمین سره مخ شوی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند یورش زیاتوي، چې  قوماندان احمدي څو ورځې وړاندې بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ ته د خپل پلار د جنازي لپاره تللی و، چې د بېرته تګ په وخت کې طالبانو ورته کمین نیولی وو.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دې  کمین کې د فاریاب د ځانګړو ځواکونو قوماندان محمد خان احمدي او یو ساتونکی یې وژل شوي او یو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
 


د مطلب کود: 122914

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122914/

جمهور
  https://www.jomhornews.com