په افغانستان کې ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، په دغه هېواد کې میلیونه افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم پاتي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما نن سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم افغانستان کېد ماشومانو د ژوند ښه کېدو برخه کې پرمختګونه شوي، خو لا هم ماشومان د جګړو، تاوتریخوالي او جنسي زور زیاتي اصلي قربانیان دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په افغانستان کې د روان۲۰۱۹میلادي کال د مارچ په میاشت کې د ماشومانو د قانون د تصویب په ګډون، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ته د هلکانو او نجونو د لاس رسي په ګډون له یو لړ پام وړ پرمختګونو شوي، خو د دغو پرمختګونو سره سره لاهم په میلیونونو افغان ماشومان له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې کې د ژوند کولو حق، زده کړو او روغتیایي خدماتو ته د لاس رسي حق، د تفریح حق او بشپړې وړتیا ته د هغوی د رسیدو لپاره د پرمختیا حقونه شامل دي.
خو په وینا یې ماشومان پر ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو کې د بریدونو له منفي اغیزو سره او په نا مناسب ډول د جګړې له پاتې ناچاوده توکو صدمه ویني او په جګړه کې د ښکیلو اړخونو له خوا له استخدام او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.
د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرې د افغانستان د څانګې استازې هم ده ویلي، د بشري حقونو د قربانیانو د ستونزو اوریدل باید د افغان چارواکو د مهمو لومړیتوبونو په سرکې ځای ولري، په ځانګړي ډول کله چې قربانیان ماشومان وي، ځکه چې د حساب ورکولو نشتوالي، له سزا ورکولو زمینه پراخوي، چې له کبله یې د بشري حقونو ناوړه ګټه اخیستونکو ته د ودې زمینه برابریږي.
مېرمن فیونا فریزر ویلي«د ښځو، ماشومانو او نورو اغیزمنو ګروپونو ساتنه باید د هر ملت د بشري حقونو د خوندیتوب د ستراتیژیو په زړه کې ځای ولري.»
یوناما وایي، پردې سربېره به د بشري حقونو د ودې او د وسله والو ډلو په لیکو کې د ماشومانو د جذبولو په تور د ماشومانو ساتل کیدونکو ځایونو په ګډون له توقیف ځایونو څارنې ته دوام ورکوي.
یوناما موندلې چې د لویانو په پرتله دغه ډول ماشومان په لویه کچه له ځورونې او ناسم چلند سره مخامخ دي او په ورته وخت کې په ټولنه کې د دغسې ماشومانو د بیرته ادغام کیدلو مرکزونو ته له لیږلو مخکې د هغوی د درملنې غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل