د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو آمر وژل شوی دی

19 قوس 1398 ساعت 13:32

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه پېښه نن سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه سهار مهال د غزني ښار په درېیم پلان سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو کسانو په یاده سیمه کې  د غزني د شهیدانو او معلولینو په سرپرست امر نصرالله سیاسي باندې د بې  غږه تومانچې ډزې کړې او وژلی یې دي.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې وسله وال تر برید وروسته له سیمې په تېښته بریالي شوی، خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو په لټه کې دي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
 
جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 122990

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122990/

جمهور
  https://www.jomhornews.com