امریکا افغان ژباړونکو ته څلور زره نورې وېزې هم ورکوي

20 قوس 1398 ساعت 8:07

د امریکا سنا تازه د سناتورې جین شاهین طرحه تصویب کړې ده او له مخې به یې څلور زره نورو افغان ژباړونکو ته هم ویزې ورکول کېږي.


د امریکا سنا تازه د سناتورې جین شاهین طرحه تصویب کړې ده او له مخې به یې څلور زره نورو افغان ژباړونکو ته هم ویزې ورکول کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتورې جین شاهین له ۲۰۱۴ کال راهیسې د هغو افغان ژباړنو څه باندې ۱۴ زره غوښتنلیکونو ته په پام چې د وېزې لپاره یې کړې وو سنا ته یوه طرحه وړاندې کړه.

د دغه د طرحې له مخې باید زرګونه افغان ژباړنو ته وېزې ورکړل شوې وای خو د ټرمپ حکومت د ۴ زره وېزو بودیجه لغوه کړه.

خو اوس تازه د ټرمپ حکومت اجازه ورکړې چې څلور زره نورو کسانو ته دې هم د امریکا وېزې ورکړل شي.

دا هغه کسان دي چې امریکایي پوځ سره یې د ژباړنو او یا فرهنګي مشاورینو په توګه په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123008

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123008/

جمهور
  https://www.jomhornews.com