کابل کې نامعلومه وسله والو دوه کسان وژلي دي

20 قوس 1398 ساعت 8:22

د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې دوه کسان چې پلار او زوی دي، وژلي دي.


د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې دوه کسان چې پلار او زوی دي، وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کارته سه په سیمه کې له غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده.

کورنیو چارو وزارت وايي، نامعلومه وسله والو کسانو د شپږمې امنیتي حوزې اړوند اتم سړک په سیمه کې د دل آغا په نوم د همدې سیمې د یوه وکیل په موټر باندې ډزې کړې  دي.

وزارت وايي، په دغه برید کې وکیل دل آغا او د هغه زوی وژل شوي او د پېښې په اړه څېړنې دوام لري.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com