کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د ځانمرګو واسکټونو، وسلو او مهماتو یو ډک موټر کشف او نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موټر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا کشف او نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وازارت وايي، پولیسو پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه ماښام مهال د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې، یو ټونس موټر، چې په کې ځانمرګي واسکټونه، چاوېدونکي توکي او وسلې وې ونیوه.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه موټر کې ۱۲ د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، دوه میله کلاشنکوف، لاسي بمونه او نور نظامي تجهیزات د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
کورنیو چارو وازرت وایي، د دغه موټر په نیولو سره کابل ښار کې د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وشو.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په ننګرهار کې هم د ملي امنیت له خوا یو موټر بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې نیول شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل