طالبانو جوزجان کې یوې جنازې ته روان شپږ سپین ږیري برمته کړي دي

20 قوس 1398 ساعت 8:45

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو جوزجان ولایت کې د یوه دولتي کارکوونکي د جنازې مراسمو ته روان شپږ تنه سپین ږیري له ځان سره بېولي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو جوزجان ولایت کې د یوه دولتي کارکوونکي د جنازې مراسمو ته روان شپږ تنه سپین ږیري له ځان سره بېولي دي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر جمهور خبري آژانس ته و ویل، دغه پېشه پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه د جوزجان – بدخشان په لویه لار رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د بدخشان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ شپږ تنه سپین ږیري، چې د سیمه ییزه پاڅونوالو د یوه قوماندان جنازې ته جوزجان مرکز شبرغان ته را روان وو، د لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا برمته شوي دي.

د هغه په وینا تر اوسه د برمته شویو کسانو برخلیک نه دی معلوم، خو هڅه کېږي، چې جرګې او قومي مشرانو پر مټ دغه کسان له طالبانو راخلاص کړای شي.

د جوزجان د والي ویاند وايي، برمته شوي کسان د همدې سیمه ییزه پاڅوانوالو د قوماندان چې څو ورځې وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی وو د کورنۍ غړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 123012

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123012/

جمهور
  https://www.jomhornews.com