د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر او نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړی، چې که د ټاکنو پایلې اعلان کړي وبه یې نه مني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون ځینو غړو ویلي، چې ډېر ژر به د کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
د ټاکنو کمېسیون یوه کمېشنر اورنګ زېب ویلي، کمېسیون به نن یا سبا د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
خو د ثبات او همپالنې ټیم مشر او نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه د ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړی، چې پایلې اعلان نه کړي.
ډاکتر عبدالله ویلي، تر هغه چې کمیسیون د دوی غوښتنو او پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی باید پایلې اعلان نه شي.
نوموړي ټینګار کړي، چې که کمیسیون د دوی غوښتنې بررسي نه کړي او پایلې اعلان کړي نو پایلې ورته د منلو نه دي.
د ټاکنو کمېسیون او ډاکترعبدالله د ټیم تر منځ په هغه ۳ سوه زره رایو باندې له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې لانجې دي، چې د ثبات او همپالنې ټیم یې باطلې بولي او د باطلېدو غوښتنه یې کوي، خو کمېسیون بیا وایي، دوی له څېړونو پرته یوه رایه هم نه شي باطلولی.
همدا لامل دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو چې د تلې میاشتې په شپږمه تر سره شوې پایلې لا تر اوسه نه دي اعلان شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل