د نوماندانو شورا ټاکنوکمېسیون ته!

که مو پایلې اعلان کړې هېواد به شدید بحران ته ولاړ شي

20 قوس 1398 ساعت 14:52

د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو شورا پر ټاکنو کمېسیون غږ وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان نه کړي او دا تېروتنه ونه کړي.


د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو شورا پر ټاکنو کمېسیون غږ وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان نه کړي او دا تېروتنه ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، که کمېسیون پایلې اعلان کړي هېواد به شدید بحران ته ولاړ شي.

دوی د ملي مشارکت حکومت د جوړېدو غوښتنه کوله او ویل یې چې ټاکنې له خپل اصلي مسیر څخه وتلې دي او د کمېسیون هیڅ پریکړه مشروعیت نه لري.

د ولسمشرۍ نوماند احمد ولي مسعود کمېسیون ته خبرداری ورکړ چې که دوی د ټاکنو پایلې اعلان کړې، په حقیقت کې به یې په افغانستان کې یو لوی بحران اعلان کړی وي.

نوموړي ټنګار وکړ، چې باید مشارکتي انتخاب محوره حکومت جوړ شي، بله چاره نشته.

بل نوماند شهاب حکیمي هم و ویل، له یو متقلب ټیم څخه د کمېسیون ملاتړ دوی ته د ټاکنو اعتبار له منځه وړی دی.

د هغه په وینا ډیره واضحه خبره ده چې والیانو او ولسوالانو د دولت ساز ټیم ته درغلي کړې ده او اوس کمېسیون دغې درغلۍ ته مشروعیت ورکوي، خو تر څو چې تقلبي رایې له سیسټم ونه ایستل شي، موږ پایلې نه منو.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې هم په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د ټاکنو پایلې که د نوماندانو له غوښتنې منلو پرته اعلان شي، دوی به یې ونه مني.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 123034

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123034/

جمهور
  https://www.jomhornews.com