امریکا پر بګرام اډه د طالبانو برید وغانده

21 قوس 1398 ساعت 8:37

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پروان ولایت کې د بګرام په هوايي اډه د طالبانو موټر بم او ډلیز وسله وال برید په کلکه غندلی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پروان ولایت کې د بګرام په هوايي اډه د طالبانو موټر بم او  ډلیز وسله وال برید په کلکه غندلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بګرام په هوايي اډه پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۰ مه سهار څه کم شپږ بجې لومړی موټر بم برید وشو او وروسته وسله وال ته اډې ته څېرمه د کوریایانو یو ناکاره روغتون ته د ننه او له هغه ځایه یې جګړه پیل کړه.

د پروان سیمه ییز چارواکي په دغه برید کې دوه تنه وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپیان شوي، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي دي.

په ورته وخت کې د ګرجستان دفاع وزارت هم تایید کړې، چې د بګرام پر اډه په شوي برید کې د دوی د ځانګړو ځواکونو پنځه سرتېري هم ژوبل شوي دي.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د امریکا دفاع وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته ویلي، چې په دغه برید کې څو ائتلافي ځواکونه او عام خلک هم ژول شوي او دا یو پلان شوی برید وو.

ارګ هم د بګرام پېښه غندلې او ویلي یې دي که طالبان دغسې بریدونو ته دوام ورکوي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د خپلو خلکو خوندي ساتلو ته چمتو دي.

طالبان پر داسې  مهال په بګرام هوايي اډه برید کوي، چې لوړ پوړي چارواکي او استازي یې په قطر کې له امریکا سره د سولې پر خبرو بوخت دي.

په دغه مذاکراتو کې چې له تېرې شنبې ورځې راهیسې پیل شوې تر ډېره خبرې د تاوتریخوالي په کمولو راڅرخي او ویل کېږي، چې دواړه لوري موافقې ته هم نېږدې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123046

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123046/

جمهور
  https://www.jomhornews.com