د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال جوزف ووټل ویلي، د افغان سولې خبرې باید غښتلې او د افغانستان اتلس کلنه جګړه باید ژر تر ژره خمته کړل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال ووټل دغه څرګندونې له نیویارک ټایمز ورځپانې سره مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، اوس د دې وخت رارسېدلي، چې د افغانستان جګړه پای ته ورسول شي.
هغه ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ جګړه خورا اوږده شوه، نو د دې وخت را رسېدلی دی چې د سولې د خبرو ملاتړ وشي او له سیاسي لارو دغه جګړه ختمه کړل شي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال ووټل دا هم ویلي، خلیلزاد همدا اوس له طالبانو سره په خبرو لګیا دی او باید دغه خبرې تقویه کړل شي.
د هغه په وینا په اتلس کلنه جګړه کې ۱۴۷ زره افغانان وژل شوي نو له همدې امله د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په کار ده چې د امریکا اوږدې او دایمي جګړې د تل لپاره ختمې کړي.
ووټل دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې شنبې راهیسې یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دي.
که څه هم د دغه خبرو جزیات تر اوسه نه دي راوتلي، خو ځینې سرچینې وايي، دواړه لوري د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کوي او په دې برخه کې توافق ته سره نېږدې شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل