دفاع وزارت بدخشان کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی

21 قوس 1398 ساعت 10:03

ملي دفاع وزارت وايي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه غونډه هوايي برید کړی دی.

خبرپاڼه ټینګار کوي، چې دغه برید د نسی ولسوالۍ د لواخه په سیمه کې، چېرته چې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز دی د طالبانو پر غونډه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د قاري سمیع الله په نوم د یوه طالب قوماندان په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
 


د مطلب کود: 123059

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com