اندرابي:

د افغان ځواکونو په تلفاتو کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی

21 قوس 1398 ساعت 12:49

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، د امنیتي بنسټونو د ګټورو اقداماتو په ترڅ کې د افغان ځواکونو تلفات لس سلنه کم شوي دي.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، د امنیتي بنسټونو د ګټورو اقداماتو په ترڅ کې د افغان ځواکونو تلفات لس سلنه کم شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندرابي چې نن پشنبې د لیندۍ ۲۱ مه کابل کې د ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وینا کوله سره له دې، چې سږ کال د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی، خو د افغان ځواکونو تلفات ۱۰ سلنه کم شوي دي.

د هغه په وینا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کمېدو لوی لامل په امنیتي بنسټونو کې ښه همغږي او ګټور اقدامات دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه اقداماتو نه یوازې د افغان ځواکونو تلفات کم کړي، بلکې د هغوی د عملیاتو په ظرفیت لوړېدنه کې هم ۲۶ سلنه زیاتوالی راغلی او دا د دې سبب شوی، چې ځینې ولسوالۍ له طالبانو ونیول شي او هغوی له ماتې سره مخ کړي.

ښاغلی انداربي وايي، له دې سره تر څنګ افغان دولت پر امنیتي ځواکونو تکیه باندې د سولې خبرې هم په جدي توګه مخ ته وړي او د سولې د تحقق په برخه کې د هېواد دوه مهم امنیتي بنسټونه جدي اراده لري.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پولیسو په لیکو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په اړه وویل، چې کورنیو چارو وزارت د دغه شومې پدیدې د مخنیوي لپاره په ۲۰ولایتونو کې فرعي کمېسیونونه جوړ کړي دي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دغه لړۍ ۳۴ ولایتونو ته وغځول  شي.

دی وايي له دې کار موخه دا ده، پولیسو په لیکو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوی او د ښځینه پولیسو د کورنیو څخه لا ښه پېژندنه ده.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د دغه کمېسیونونو یوه بله موخه دا ده، چې  د شهیدو او زخمي ښځینه پولیسو ستونزو ته رسېدګي وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com