زابل: په نفوذي برید کې ۷ پولیس وژل شوي

21 قوس 1398 ساعت 13:03

سیمه یزې امنیتي سرچینې تاییدوي، چې زابل ولایت کې یوه نفوذي د خپلې پوستې ۷ پولیس همکاران وژلي دي.


سیمه یزې امنیتي سرچینې تاییدوي، چې زابل ولایت کې یوه نفوذي د خپلې پوستې ۷ پولیس همکاران وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۲۰مه) د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ملي پولیسو په یوه پوسته کې شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، یو تن د خپلې پوستې په همکارانو ډزې کړې، ۷ پولیس یې وژلي او ټولې وسلې او تجهیزات یې د طالبانو په مرسته له ځان سره وړې دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال هم د دغه پېښې پخلي کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 


د مطلب کود: 123065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com