د امریکا استازو مجلس د ټرمپ ضد تورونه تايید کړل

23 قوس 1398 ساعت 9:08

د امریکا د کانگرس استازو د مجلس قضایي کمېټې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح لپاره تورونه تایید کړي دي.


د امریکا د کانگرس استازو د مجلس قضایي کمېټې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح لپاره تورونه تایید کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغو تورونو کې د سیاسي گټو لپاره له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه او د اوکراین د قضیې په اړه د کانگرس د پلټنو په وړاندې د خنډونو رامنځ ته کول شامل دي.

په قضایي کمېټه کې ددغو تورونو تایید چې اکثریت غړي یې دموکراتان دي، تر ډېره حده د ټرمپ د استیضاح لپاره لاره پرانیزي.

ټاکل شوې چې د جمهوري غوښتونکو په گډون د کانگرس غړي راتلونکې اونۍ د ټرمپ د استیضاح په اړه رایې ورکړي.

ټرمپ او د کانگرس جمهوري غوښتونکو غړو تر اوسه د دموکراتانو له لوري لگول شوي تورونه رد کړي دي او هغه یې د سیاسي انگېزې له مخې لګول شوي تورونه گڼلې دي.

که په کانگرس کې د راتلونکې اونۍ رایه اچونه د ښاغلي ټرمپ په ضد تورونه تائید کړي، هغه به د امریکا په تاریخ کې دریم جمهور رئیس وي چې د کانگرس له لورې استیضاح کیږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123087

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123087/

جمهور
  https://www.jomhornews.com