ټاکنو کمېسیون سر له سبا په ۷ پاتې ولایتونو کې بیا رای شمېرنه پیلوي

23 قوس 1398 ساعت 9:32

د ټاکنو کمېسیون د ثبات او همپالنې ټیم له خوا په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې ته د اجازې ورکولو هرکلی وکړ وایي، دوی به سر له سبا یکشنبې لیندۍ له ۲۴ مې په دغه ولایتونو کې بیا رای شمېرنه او تفتیش پیل کړي.


د ټاکنو کمېسیون د ثبات او همپالنې ټیم له خوا په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې ته د اجازې ورکولو هرکلی وکړ وایي، دوی به سر له سبا یکشنبې لیندۍ له ۲۴ مې په دغه ولایتونو کې بیا رای شمېرنه او تفتیش پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون او ثبات او همپالنې ټیم د هغه ۳۰۰ زره رایو پر سر د ټاکنو ورځې له ترسره کېدو ناندرۍ وې، چې د عبدالله ټیم یې درغلې بولي او د باطلېدو غوښتنه یې کوي، خو کمېسیون وايي، دوی پرته له څېړنې او تفتیش په غیر قانوني توګه یوه رایه هم نه شي باطلولی.

دغه ناندرۍ له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې روانې دي او دا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډ لامل هم شوی دی.

که څه هم د یادې موضوع پر سره د کمېسیون او معترضو نوماندانو تر منځ څو ځله ناستې هم شوې، چې حل لارې ورته مومي، خو تر پرونه پورې دغه ستونزه پر ځای پاتې  وه.

پرون ټاکنیزو کمېسیونونو پر دغه موضوع یو ځل بیا د نوماندانو او ټیمونو له استازو سره ناسته درلوده، خو ناسته یې په لفظي تاوتریخوالي او بې پایلې پای ته ورسېدې.

په دغه ناسته کې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د یادې ستونزې په اړه و ویل، چې معترض ټیمونه نه بیا رای شمېرنې ته اجازه ورکړي، نه د لومړنیو پایلو اعلان ته په داسې حال کې، چې ولس د ټاکنو پایلې ترې غواړي.

هغې زیاته کړه، چې دا د ستونزې حل نه دی، بلکې ټاکنې په مذاکراتو اوښتې، چې نور کمېسیون ته د منلو نه دي او په هر ډول چې ویلي د ټاکنو لومړنۍ پایلې به ډېر ژر اعلان کړي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې په ۲۷ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون ټول تخنیکي کارونه بشپړ شوي او یوازې یوه کلېک ته اړتیا لري، خو په ۷ ولایتونو کې لا هم د ځينو ټیمونو له خوا ستونزې دي او د بیا تفتیش اجازه نه وکوي.

تر دغه ناستې او څرګندونو وروسته د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله د شپې په یوه خبري کنفرانس کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې کمېسیون ته په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړي.

د عبدالله په وینا دا اجازه یې د دې لپاره ورکړې، چې نور پلمې لټونې پای ته ورسېږي، خو په وینا یې دا په دې مانا نه ده، چې ګنې دوی به هغه رایې ومني، چې له وخت وړاندې یا وروسته کارول شوې دي.

د ښاغلي عبدالله دغه اقدام د ټاکنو کمېسیون له هرکلي سره مخ شو او دا یې د انتخاباتي ستونزو د حل لپاره یوه نېک اقدام ومانه.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې  د ثبات او همپالنې ټیم دغه اقدام یو نېک او د ستاینې وړ کار دی.

نوموړي و ویل، چې په دې سره په کمېسیون وکولای شي د لومړنیو پایلو اعلان ته ځان چمتو دي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند زیاته کړه، چې دوی به سر له سبا دغه ولایتونو ته خپل کارکوونکي ولېږي تر څو د بیا رای شمېرنې پروسه پیل او د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته زمینه برابره شي.

د هغه په وینا کمېسیون وړاندې هم په دغه ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې غوښتنه کوله او دا مهال ورته پوره چمتوالی نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کمېسیونونو او انتخاباتي ټکټونو د استازو تر منځ ګډه ناسته کې د ټاکنو کمېسیون مرستیال سید عصمت الله مل و ویل، چې دوی به هم قسمي او هم لومړنۍ پایلې اعلانوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که څوک په دې برخه کې کومه نېوکه او شکایت لري نو هغه دې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123090

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123090/

جمهور
  https://www.jomhornews.com