سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د طالبانو د نفوذي کسان په برید کې د سیمه ییزې اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي خو دفاع وزارت د وژل شویو کسانو شمېر ۹ تنه ښيي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه« د لیندۍ ۲۲مه» د غزني د قرباغ ولسوالۍ په نوده سیمه کې رامنځ ته شوې.
د قرباغ ولسوال غلام حبیب زیرک ویلي، پېښه په یاده سیمه کې د سیمه ییزې اردو په یوه قرارګاه کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا د طالبانو ۷ تنو نفوذي کسانو په دغه قرارګاه کې د سیمه ییزې اردو پر سرتېرو ډزې کړې چې له امله یې ۲۵ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ولسوال په وینا بریدګرو د سیمه ییزې اردو ټول تجهیزات او وسلې هم له ځان سره وړي دي.
دفاع وزارت هم د برید پخلی کړی خو ویلي، چې په دغه پېښه کې د سیمه ییزې اردو ۹ سرتېري وژل شوي دي.
د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ هم یوازې د پېښې پخلی کړی او نور جزیات یې نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې هم په یوه امنیتي پوسته کې د طالبانو د نفوذي کس په برید کې ۷ ملي پولیس وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:غزني