د ډاکتر ناکامورا ځای ناستی موراکامي ټاکل شوی دی

23 قوس 1398 ساعت 12:47

جاپان په افغانستان کې د سولې او روغتیايي خدمتونو د موسسې لپاره د جاپاني الااصله افغان وژل شوي ډاکتر تیتسو ناکامورا پر ځای موراکامي ټاکلی دی.


جاپان په افغانستان کې د سولې او روغتیايي خدمتونو د موسسې لپاره د جاپاني الااصله افغان وژل شوي ډاکتر تیتسو ناکامورا پر ځای موراکامي ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، موراکامي به افغانستان ته راځي او په ننګرهار ولایت کې به د ناکامورا پروژې بشپړوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ښاغلي موراکامي به ډېر ژر د ناکامورا پر ځای د یادې موسیسې مشرۍ ته افغانستان ته راشي.

نوموړي زیاته کړه، چې موراکامي به افغانستان ته په رسېدو سره په ننګرهار کې د ناکامورا نیمګړې پروې پیل او د پوره کولو لپاره به یې کار وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند و ویل، چې موراکامي تر اوسه په جاپان کې دی خو په لنډوڅو ورځو کې به افغانستان ته راشي.

د یادونې ده، چې جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د قوس په ۱۳مه نېټه په ننګرهار کې د یو وسله وال ترهګریز برید له امله له خپلو پنځو افغان همکارانو سره یو ځای ووژل شو.

هغه چې په ننګرهار کې یې ډېر بشري خدموتونه کړي دي، وژنې یې ګڼو غبرګونونه راوپاروله او د هغه وژنه په کور د ننه او نړیواله کچه وغندل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123101

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123101/

جمهور
  https://www.jomhornews.com