هرات کې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون یو کارکوونکی وژل شوی دی

23 قوس 1398 ساعت 14:14

سیمه ییز چارواکي وايي، په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یو کارمند د خپل کار په دفتر کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یو کارمند د خپل کار په دفتر کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پېښه تاییدوي او وايي، دغه پېښه نن شنبې د لیندۍ ۲۳ مه له غرمې وروسته رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو کارمند  معتمد نقدي د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی.

 ښاغلی فرهاد وايي، د معتمد نقدي د وژنېع علت لا نه دی معلوم او نه یې هم د قتل په تور څوک نیول شوی خو په ویا یې چې پولیس یې په اړه پلټنې کوي.

تر اوسه د دغه  وژنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 


د مطلب کود: 123110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com