د بلخ سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او نظام الدین قیصاري د وسله والو ترمنځ نښته روانه ده.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل نن یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د افغان ځواکونو او قیصاري د وسله والو تر منځ نښته له تېرې شپې راهیسې په مزار شریف ښار کې پیل شوې او لا هم روانه ده.
د نوموړي په وینا افغان ځواکونو د محکمې د حکم پر اساس تېره شپه غوښتل، چې قیصاري او وسله وال یې په سوله ییز ډول ونیسي او محکمې ته یې وسپاري خو د قیصاري د وسله والو له برید سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځانګړو پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو له تېرې شپې راهیسې د قیصاري کور کلابند کړی او هڅه کوي، چې هغه ونیسي.
خو په خبره یې دا چې د قیصاري کور ته څېرمه نور کورونه هم شته نو ځکه افغان ځواکونه اړ شول، چې په ځانګړي احتیاط سره عملیات مخ ته یوسي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په دغه نښته کې تر اوسه ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خو یو پولیس سربېرن ټپي شوی او د قیصاري وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، په دغه جګړه کې د قیصاري درې وسله وال هم وژل شوي دي، خو تر اوسه چارواکو دا خبره نه ده تایید کړې.
د یادونې ده، چې د بلخ په قیصاري ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پاڅونوالو دغه قوماندان نظام الدین قیصاري تېر کال د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شو او کابل ته انتقال شو، چې ۶ میاشتې د ملي امنیت په بند کې پروت وو.
نظام الدین قیصاري په سیمه کې، په قتلونو، چورچپاول، غصب او زورواکۍ تورن دی او له همدې امله تېره کال د د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو.
خو له شپږ میاشتې زندان وروسته بېرته خوشی کړی شو، چې تر اوسه یې د بېرته خوشي کېدو لامل نه دی معلوم خو اوس یې بیا افغان ځواکونو د محکمې د حکم پر اساس د نیولو پرېکړه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:بلخ