۰

د ثبات او همپانې ټیم د ۲۷ ولایتونو بیا رای شمېرنه غواړي، خو کمېسیون وایي امکان نه لري

یکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
د ثبات او همپالنې ټیم په تازه غوښتنو کې وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۲۷ ولایتونو رایې له سره وشمري، چې د دوی د ناظرینو په نه شتون کې شمېرل شوې دي.
د ثبات او همپانې ټیم د ۲۷ ولایتونو بیا رای شمېرنه غواړي، خو کمېسیون وایي امکان نه لري
د ثبات او همپالنې ټیم په تازه غوښتنو کې وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۲۷ ولایتونو رایې له سره وشمري، چې د دوی د ناظرینو په نه شتون کې شمېرل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ثبات او همپالنې ټیم دغه تازه غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې پرون د دغه ټیم مشر عبدالله عبدالله په ۷ پاتې ولایتونو کې، چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د دغه ټیم او کمېسیون ترمنځ پرې ناندرۍ روانې وې د بیا شمېرنې اجازه ورکړه.

خو اوس په تازه غوښتنو کې د ثبات او همپالنې ټیم وايي، د ۲۷ ولایتونو رایې د دوی د ناظرینو په نه شتون کې څېړل شوي او باید له سره وڅېړل شي.

د ثبات او همپالنې ټیم یوه ویاند فریدون خوځون نن یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، د بیا رای شمېرنې هغه پروسه چې زموږ ناظرینو په کې شتون نه درلود، نه شو کولی مسوولیت یې واخلو.

د هغه په وینا په یوه پروسه کې، چې د ټیمونو او څارونکو بنسټونو استازي او ناظرین شتون ونه لري، قانونیت نه لري او باید له سره وڅېړل شي.

هغه زیاته کړه«موږ مخکې هم ویلي، چې زموږ د ناظرینو په نه شتون کې د بیا رای شمېرنې پروسه قانونیت نه لري او نه شو کولی په دې برخه کې د کمېسیونونو پرېکړه ومنو.»

د ثبات او همپالنې ټیم ویاند ټینګار وکړ، چې  د دوی ټیم د انتخاباتي ټکټونو او څاروونکو بنسټونو د ناظرینو په شتون کې له سره د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا څېړل غواړي.

خو د ټاکنو کمېسیون وايي، د ۲۷ ولایتونو د بیا رای شمېرنې پروسه د قانون سره سمه بشپړه شوې او د بیا څېړلو امکان یې نشته دی.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهمي نن جمهور خبري آژانس ته وویل«په ۲۷ ولایتونو کې بیا رای شمېرنه په قانوني توګه بشپړه شوې، بیا شمېرنه یې امکان نه لري.»

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون ویاند دا هم و ویل، چې دوی به نن په ۷ پاتې ولایتونو کې هم د بیا رای شمېرنې پروسه پیل شوې او په بشپړېدو سره به یې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي