د قیصاري نیونې ته د دوستم د نېږدې کس بابر فرهمند غبرګون:

حکومت قیصاري ته دوکه ورکړې، اوس غواړي ویې وژني

24 قوس 1398 ساعت 11:02

جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس بابر فرهمند د حکومت له خوا د نظام الدین قصیاري نیونې ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې حکومت قیصاري ته دوکه ورکړې او اوس غواړي ویې وژلي.


جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس بابر فرهمند د حکومت له خوا د نظام الدین قصیاري نیونې ته په غبرګون کې  ادعا کړې، چې حکومت قیصاري ته دوکه ورکړې او اوس غواړي ویې وژلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلخ امنیتي چارواکي تاییدوي، چې محکمې د قیصاري د نیونې امر ورکړی او افغان ځواکونو د قیصاري کور کلابند کړی او غواړي ویې ونیسي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د محکمې امر تر لاسه کړه او هڅه یې وکړه، چې قیصاري او وسله وال یې په سوله ییز ډول ونیسي او محکمې ته یې وسپاري.

خو په وینا یې د قیصاري وسله والو پر افغان ځواکونو برید کړی، چې ورسره سم نښته رامنخ ته شوې او اوس هم جګړه جریان لري.

همدې پېښې ته په غبرګون کې د دوستم نېږدې کس بابر فرهمند ادعا کړې، چې  حکومت قیصاري ته دوکه ورکړې او اوس غواړي هغه و وژني.

نوموړي د قیصاري نیونه د حکومت له خوا قومي ضد سیاست بللی او زیاته کړې یې ده، چې نامتوازنه جنګ د حکومت له اخلاقو سره نه ښايي.

فرهمند په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«که حکومت هغه «قیصاري» د وژنې په خاطر خوشی کړی و، که یې د خپلو پر ضد د کارولو لپاره پرېښی و، که یې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کولو په خاطر وسله ورکړې وه، که د سون توکو په توګه ترې کار اخلي، خو د وژنې دا کړنلاره انساني او اسلامي نه ده، د حذف دغه سیاست د وېرې او ترهې خپرولو سره په یوه په یوه لوی ښار کې د منلو نه دی، په هغه ښار کې کلونه کېږي، چې لچکان حکم چلوي، انسانان وژني، اختطاف کوي، غلا کوي، بې ناموسي کوي، جزیه اخلي، ځمکې غصبوي او نور سلګونه ښکاره جنایتونه کوي، آیا له دغو کوم یو یې تر اوسه پورې داسې صحرايي محاکمه شوي؟»

نوموړی اعاد کوي، چې همدا څو میاشتې وړاندې یو مشهور لچک په همدې ښار کې بااالفعل ونیول شو، او د نیولو لپاره یې پولیس پل په پل تلل، چې ترې وتښتېده او کور یې څو ورځې کلابند و، ولې یو ټک ونه شو؟.

دی وايي، ټول ښاریان پوهېږي، چې بلخ کې سازمان شوي جنایتونه د دغه ساده او دوکې خوړلي کس سره د پرتلې وړ نه دي، خو ولې یوه شپه او ورځ کېږي، چې حکومت د نظام د اصلي دښمن پر ځای خپل ټانګ، توپ، راکټ و چورلکې په دې استوګنیز ښار کې د یوه کس په نیولو پسې، چې د دغه نظام د دښمن پر وړاندې جنګېږي را ایستلي دي.

د هغه په وینا دا په اصل کې د قانون پلي کول نه بلکې د قانون سوځول دي، ځکه د نړۍ په یوه هېواد کې هم چې یو نسبي نظام لري د ځمکې د یوه غاصب سره دا ډول نابرابره او غیر انساني چلند نه کوي.

بابرفرهمند په ټینګار سره ویلي«واضح ده چې دغه شخص جرم د ځمکې له غصب څخه لوړ دی او ورسره کینه یې د قومي جوړښت له امله ده، ستاسو دغه ګنده عقدې به دغه نظام او دا هېواد کړنګ ته وغورځوي، او تر ابده به دغه یو ملت یو د بل پر وړاندې ودروي، تاریخ شاهد دی، چې دغه ډول قومي او بشري ضد سیاستونه ناکام او بدنام دي، تاسو به هم د همغه ناکامو او بدنامو واکدارانو په تاریخ کې ښخ شۍ.»

د یادونې ده، چې نظام الدین قیصاري تېر کال د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو، چې  شپږ میاشتې د ملي امنیت په زندان کې و خو وروسته خوشی شو.

قیصاري چې په فاریاب کې د سیمه ییزه پاڅونوالو قوماندان دی، په دغه سیمه کې په زورواکۍ، غصب، قتل، غلا، چورچپاول او ځینو نورو جنایتونو تورن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 123133

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123133/

جمهور
  https://www.jomhornews.com