ولسمشر غني د زمري پیکان د نیولو امر ورکړ

24 قوس 1398 ساعت 11:15

ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د دغه وازارت د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان ونیسي.


ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د دغه وازارت د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې  نن یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه د فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې په ارګ کې خبرې کولې وویل، چې د زمري پیکان نه نیونې د افغان دولت شهرت او سیاسي اراده په نړیواله کچه تر سوال لاندې راوستې ده.

ولسمشر زیاته کړه«د زمري پیکان نه نیول، هره ورځ د دولت شهرت او سیاست تر سوال لاندې راولي او دا امر نور د منلو نه دی.»

ښاغلي غني په دغه ناسته کې د کورنیو چارو پر وزیر مسعود انداربي غږ او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د زمري پیکان د نیولو لپاره جدي اقدام وکړي او ویې ویل، چې دا یو امر دی.

د یادودنې ده، چې زمری پیکان درې کاله وړاندې له خپلې دندې د ناوړه کار اخیستنې او یو کس د وژل کېدو لپاره د لار برابرولو په خاطر د درنو جرمونو سره د عدلي او  قضايي مرکز خوا په ۸ کاله بند محکوم شوی و، خو هغه تر اوسه نه دی نیول شوی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش



 


د مطلب کود: 123135

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123135/

جمهور
  https://www.jomhornews.com