افغان سناتور نورستاني د امریکا له عامه شتمنۍ په غلا مجرم وګنل شو

25 قوس 1398 ساعت 8:06

افغان سناتور او د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال یوې محکمې له خوا د عامه شتمنۍ څخه د غلا په تور مجرم وګڼل شو.


افغان سناتور او د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال یوې محکمې له خوا د عامه شتمنۍ څخه د غلا په تور مجرم وګڼل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په نورستاني تور دی، چې د امریکا د فدرال حکومت څخه یې څه باندې سل زره ډالر تر لاسه کړي او بهر ته یې د خپلو سفرونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

راپورنه وايي، ښاغلي نورستاني د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ کلونو کې د امریکا له حکومته مرستې ترلاسه کولې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې هم حکومتي دنده لرله.

د امریکا د قانون له مخې داسې افراد که د یوې میاشتې څخه زیات له امریکا څخه وځي، باید حکومت خبر کړي، خو وايي چې ښاغلي نورستاني حکومت خبر کړی نه دی او دا د قانون خلاف کار دی.

د هغه محکمه د تېرې چهارشنبې په ورځ ( دسمبر۱۱) د کلیفورنیا په ایالت کې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیه کې ویلي، ښاغلي نورستاني منلې چې له حکومت څخه یې اجتماعي مرستې ترلاسه کړې او په دغه برخه کې یې قانون تر پښو لاندې کړی دی.

نوموړي منلې ده چې د حکومت له لوري ترلاسه کړي ټولې پېسې به بېرته سپاري او هغه ته د ورکړل شوي وړیا صحي بیمې د خدمتونو تاوان به هم ورکوي.

هغه اوس د لس کلن زندان له سزا سره مخامخ دی او همدغه راز باید ۲۵۰زره ډالر جریمه هم ورکړي.

د یادونې ده، چې یوسف نورستانی په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر و چې بیا ولسمشر غني انتصابي سناتور وټاکه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com