افغان ځواکونو اروزګان کې د طالبانو یو زندان مات کړی

25 قوس 1398 ساعت 10:19

په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو اروزګان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او مات کړی یې دي.


په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو اروزګان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او مات کړی یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په جنوب کې  د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال خواجه یحی علوي زیاتوي، چې افغان ځانګړو ځواکونو دغه عملیات نن دوشنبې د لیندۍ ۲۵ مه سهار وختي، د اروزګان ولایت په شهید حساس ولسوالۍ کې  تر سره کړي دي.

نوموړي افغان ځواکونو ځواکونو په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه و وهله او ۱۲ تنه ملکي وګړي یې ترې راخوشي کړل.

د هغه په وینا په دې عملیاتو کې د طالبانو د زندان درې ساتونکي هم وژل شوي او پنځه تنه نور یې نیول شوي دي.

ډګروال علوي وايي، د طالبانو له زندانه راخوشي شوي کسان ټول د پوځ یوه مرکز ته انتقال شوي چې تر لومړنیو درملنې او معلوماتو وروسته به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com