دفاع وزارت د ۶۸ طالبانو د وژل کېدو خبرورکړی دی

25 قوس 1398 ساعت 10:54

ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د لیندۍ ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د طالبانو ضد ۱۷ پلان شوي عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د وزارت خبرپاڼه وایي، په دغه عملیاتو کې ۶۸ طالبان وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او ۲۵ نور د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123167

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123167/

جمهور
  https://www.jomhornews.com