د فراه ۸ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي

25 قوس 1398 ساعت 11:05

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۸ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۸ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې افغان ځواکونو د ظفر ۴۲ عملیات د فراه ښار په شاوخوا کې پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې، ملي پولیس، پوځ او ملي امنیت ځواکونو برخه لري، چې په ترڅ کې یې د فراه ښار د شاوخوا ۸ کلیونو څخه وسله وال طالبان پاک کړي دي.

د هغه په وینا، قلعه غلام صدیق، ګرجي ها، چهاربرجک، قلعه زمان، دیګ فروش، ریګي، دهتک خورد او شور آب هغه کلي دي، چې له طالبانو پاک شوي.

محب وایي، په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې دقیق معلومات تر اوسه نه لري.

دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو عراده موټر، یو موټر سایکل، یوه اندازه مهمات او د ماین جوړولو چاوېدونکي توکي هم له څو کیلوګرامه چرسو سره افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 123168

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123168/

جمهور
  https://www.jomhornews.com