د نورستاني محکمه کېدو ته د ارګ غبرګون: هېڅوک له قانون څخه پورته نه دی

25 قوس 1398 ساعت 12:31

افغان ولسمشرۍ ماڼې د امریکا د فدرالي حکومت د یوې محکمې له خوا د افغان سناتور او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پخواني مشر احمد یوسف نورستاني محکمه کېدو ته غبرګون وښوده.


افغان ولسمشرۍ ماڼې د امریکا د فدرالي حکومت د یوې محکمې له خوا د افغان سناتور او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پخواني مشر احمد یوسف نورستاني محکمه کېدو ته غبرګون وښوده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه  محکمې نورستاني د امریکا حکومت له عمومي بودجې د څه باندې سل زره امریکايي ډالرو په غلا باندې تورن او محکمه شو.

همدې ته په غبرګون کې افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هېڅ څوک په هېڅ ځای کې د قانون څخه پورته نه دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، که چېرې ښاغلی نورستاني په امریکا کې کوم غیر قانوني عمل کړی وي، د هغه هېواد عدلي او  قضايي ارګانونه کولی شي په اړه یې تصمیم ونیسي.

هغه ویلي، جرم یو شخص عمل دی، چې هېڅوک نه شي کولی په هېڅ ځان کې له قانون څخه پورته وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ښاغلي نورستان افغان – امریکايي تابعیت لرونکی دی او که یې کوم جرم تر سره کړی وي، د امریکا عدلي او قضايي بنسټونه کولی شي د هغه په اړه تصمیم ونیسي.

د یادونې ده، چې احمد یوسف نورستاني پرون چهارشنبې امریکا کې د دغه هېواد د فدرالي حکومت د یوې محکمې له خوا عامه شتمنۍ څخه د څه باندې سل زره ډالرو په غلا باندې تورن او محکمه شو.

راپورنه وايي، ښاغلي نورستاني د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ کلونو کې د امریکا له حکومته مرستې ترلاسه کولې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې هم حکومتي دنده لرله.

د امریکا د قانون له مخې داسې افراد که د یوې میاشتې څخه زیات له امریکا څخه وځي، باید حکومت خبر کړي، خو وايي چې ښاغلي نورستاني حکومت خبر کړی نه دی او دا د قانون خلاف کار دی.

د هغه محکمه د تېرې چهارشنبې په ورځ ( دسمبر۱۱) د کلیفورنیا په ایالت کې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیه کې ویلي، ښاغلي نورستاني منلې چې له حکومت څخه یې اجتماعي مرستې ترلاسه کړې او په دغه برخه کې یې قانون تر پښو لاندې کړی دی.

نوموړي منلې ده چې د حکومت له لوري ترلاسه کړي ټولې پېسې به بېرته سپاري او هغه ته د ورکړل شوي وړیا صحي بیمې د خدمتونو تاوان به هم ورکوي.

هغه اوس د لس کلن زندان له سزا سره مخامخ دی او همدغه راز باید ۲۵۰زره ډالر جریمه هم ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123171

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123171/

جمهور
  https://www.jomhornews.com