خوست: په ماین چاودنه کې لس ملکي وګړي و وژل شول

26 قوس 1398 ساعت 9:43

د کورنیو چارو وازرت تاییدوي، چې په خوست ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.


د کورنیو چارو وازرت تاییدوي، چې په خوست ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه د خوست ولایت د عليشېرو ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ولسي وګړي په سراچه موټر کې له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د علي شېرو ولسوالۍ په بخانه سیمه کې یې په موټر خښ شوي ماین چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې پنځه تنه نارینه، دوه مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، ماین د وسله والو طالبانو له خوا په لار کې اېښودل شوی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123199

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123199/

جمهور
  https://www.jomhornews.com