۰

پاکستان کې ځانګړې محکمې جنرال مشرف په مرګ محکوم کړ

سی شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
اسلام آباد کې یو ځانګړې محکمې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ته له هېواد سره د غدارۍ او ملي خیانت په تور د مرګ سزا اورولې ده.
پاکستان کې ځانګړې محکمې جنرال مشرف په مرګ محکوم کړ
اسلام آباد کې یو ځانګړې محکمې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ته له هېواد سره د غدارۍ او ملي خیانت په تور د مرګ سزا اورولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، د جنرال مشرف باندې د لګېدو تورونو په اړه د پېښور، سند او لاهور قاضیانو وړاندې کړل او دوه په دریو اکثریت سره محکمې د پروېز مشرف د اعدام حکم صادر کړ.

محکمې ویلي، چې جنرال مشرف د ۲۰۰۷ کال د نومبر په ۳ مه د ایمرجنسي حالت په اعلانولو او نافذه ولو سره د پاکستان قانون تر پښو لاندې کړی دی.

محکمې زیاته کړې، چې د همدې تور او هېواد ته د ملي خیانت په تور پروېز مشرف د مرګ په سزا محکوم شو.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي