کابل کې د المان سفیر:

د سولې تړون کې باید د ټولو اړخونو ګټې په پام کې ونیول شي

26 قوس 1398 ساعت 13:18

په افغانستان کې د المان سفیر وايي، د افغان سولې په تړون کې باید د ټولو اړخونو ګټې په پام کې ونیول شي او که داسې ونه شي، تل پاتې سوله امکان نه لري.


په افغانستان کې د المان سفیر وايي، د افغان سولې په تړون کې باید د ټولو اړخونو ګټې په پام کې ونیول شي او که داسې ونه  شي، تل پاتې سوله امکان نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  پیټر پروګل چې نن سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه یې کابل کې د سولې په تړوا یوه کنفرانس کې خبرې کولې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راتګ ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې تل پاتې سوله قوي داخلي او نړیوال منځګړي توب او ضمانت ته اړتیا لري او باید ټول اړخونه په کې دخیل وي.

د هغه په وینا د سولې په تړون کې باید د ټولو اړخونو ګټې په پام کې ونیول شي، که نه له دې پرته په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات ټنګښت امکان نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د المان ځانګړي استازي کرېسټف هوزین د دغه سازمان په امنیت شورا کې دوی په قاطعیت او پوره قوت د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

کرېسټف هوزین وایي د افغانستان اتلس کلنې لاس ته راوړنې باید وساتل شي او ټول باید افغانستان ته د سولې په راوستو کې همکار وي.

نوموړي ټينګار کړی چې آلمان د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دی او له نړیوالو هم غواړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د دایمي پای لپاره د سولې له روانو هڅو سره مرسته او ملاتړ یې وکړي.

بل خوا د کابل په نني کنفرانس کې د امریکا د سولې انستېتیوت مشر احسان ضیا په سوله کې د افغانستان د خلکو او نړیوالو ځواکونو منځګړو شتون اړین وباله.

نوموړي هم و ویل، چې د سولې ښکېل اړخونه باید د نړیوالو په ځانګړې توګه د ځینو هېوادونو منځګړیتوب په پام کې ونیسي که نه تل پاتې سوله امکان نه لري.

هغه په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د سولې څو تړونو ته په اشارې سره و ویل، دا چې په دغه تړونونو کې نړیوال ځوکمن منځګړیتوب او ضمانت نه و، ناکام شول.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 123220

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123220/

جمهور
  https://www.jomhornews.com