د یوسف نورستاني محکمه کېدو ته د افغان سناتورانو غبرګون

26 قوس 1398 ساعت 14:48

یو شمېر افغان سناتورانو د امریکا د فدرالي حکومت د یوې محکمې له خوا د افغان سناتور احمد یوسف نورستاني محکمه کول په اصل کې افغانستان ته سپکاوی وباله.


یو شمېر افغان سناتورانو د امریکا د فدرالي حکومت د یوې محکمې له خوا د افغان سناتور احمد یوسف نورستاني محکمه کول په اصل کې افغانستان ته سپکاوی وباله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د نن سه شنبې لیندۍ ۲۶ مې په غونډه کې د دغه محکمې مخالفو استازو ویل، چې نورستاني د افغانستان د سنا برحاله غړی دی او د امریکا له خوا د هغه محکمه کېدل د افغانستان د خلکو بې غزتي ده.

خو  ځینو سناتورانو بیا ویل، چې احمد یوسف نورستاني د یوه امریکايي وګړي په توګه محکمه شوی او په دې قضیه کې باید ګوتې ونه وهل شي.

د مشرانو جرګې غړي رحمت الله اڅکزي و ویل، د ښاغلي نورستاني محکمه کېدل د افغانستان د خلکو بې غزتي ده او نه پوهېږي، افغان حکومت څنګه اجازه ورکړې، چې یو افغان سناتور په امریکا کې محکمه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې که احمد یوسف نورستاني کوم جرم تر سره کړی وي، باید په افغانستان کې د افغانستان د قوانینو مطابق مجازات شي.
 
د جرګې بل غړي زلمي زابلي هم و ویل، چې ښاغلی نورستاني د افغانستان د سنا برحاله غړی دی او په امریکا کې د هغه محکمه کېدو د افغانستان د سنا حیثیت ته زیان دی.

نوموړي و و یل، ولسمشر غني باید ژر تر ژره نورستاني له دندې  لرې او پر ځای یې  بل کس سنا ته معرفي کړي.

خو د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یارویل، چې نورستاني د امریکا تابعیت لري او هغه د یوه امریکايي وګړي په توګه د امریکا د فدرال محکمې له خوا محکمه شوی، نه د یوه افغان وګړي په توګه.

د ښاغلي مسلم یار په وینا د نورستاني په قضیه کې د افغان حکومت مداخله کارنده نه ده او سناتوران نباید له افغان حکومت څخه دغه ډول غوښتنه ولري.

د یادونې ده، چې نورستاني څو ورځې وړاندې د امریکا د فدرال حکومت د یوې محکمې له خوا د حکومت له عمومي شتمنۍ څخه د څه باندې سل زره ډالرو په غلا تورن او محکمه شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


 


د مطلب کود: 123228

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123228/

جمهور
  https://www.jomhornews.com