۰
د امریکا دفاع وزیر:

که د سولې هوکړه وشي که نه، سرتېري کموو

چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۴
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په تازه څرګندونو کې ویلي، که له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي که ونه شي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي.
که د سولې هوکړه وشي که نه، سرتېري کموو
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په تازه څرګندونو کې ویلي، که له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي که ونه شي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپېر وايي، امریکا دغه کار له چین سره د ستراتېژیک رقابت ته د ترجیع ورکولو له امله کوي.

نوموړي ویلي په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندانانو ورته ډاډ ورکړی، چې  د سرتېرو د شمېر په کمولو سره به کومه ستونزه رامنځ ته نه شي.

هغه له خبریالانو سره خبرو کې زیاته کړې« زه غواړم ځینې سرتېري راوګرځوم، تر څو د نویو ماموریتونو لپاره وروزل شي او په بحر هند یا بحر الکاهل کې له لویو قوتونو سره زموږ د مقابلې برخه وګرځي.»

د امریکا دفاع وزیر به ټینګار سره ویلي، د افغان جګړې د حل لار د حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي هوکړه ده، خو په وینا یې که دا هوکړه وشيکه نه، امریکا به په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون امریکايي سناتور لندسي ګراهام هم ویلي ولسمشر ټرمپ به روانه اوونۍ له افغانستان څخه د سرتېرو کمولو اعلان وکړي.

ګراهام ویلي افغانستان ته یې د سفر موخه همدا ده، چې له دغه هېواد د امریکايي سرتېرو کمولو موضوع و ارزوي، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړي، چې د سرتېرو ایستل باید شرایطو ته په کتو په مسوولانه توګه وایستل شي.

ویل کېږي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له افغانستان څخه د ۴ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري او د امریکايي چارواکو په وینا له ۸ تر ۹ زره سرتېري به په افغانستان کې پاتې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي