دفاع وزارت: کمانډو ځواکونو غور کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

27 قوس 1398 ساعت 8:15

ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو غور ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد ځانګړي عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو غور ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد ځانګړي عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت تېره شپه ناوخته په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ د سمک په سیمه کې تر سره شوي، چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله.

دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۵۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ میله وسلې یې تر لاسه شوې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې افغان ځواکونو د طالبانو په پټنځایونوبریدونه کړي او د سمک سیمه یې  ترې نیولې ده.

نوموړی وايي، جګړه له پرون ماښام راهیسې پیل شوې وه او د شپې ناوخته درنه بمباري وشوه، چې له امله یې د طالبانو مړي په میدان پاتې دي او دغه سیمه په مکمل ډول له طالبانو پاکه شوې.

دی زیاتوي، طالبانو ته ځکه زیات مرګ ژوبله اوښتې، چې  افغان ځواکونو د عملیاتو له پیل وړاندې د هغوی ټول نقلیه وسایط له منځه وړي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غور
 
 


د مطلب کود: 123233

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123233/

جمهور
  https://www.jomhornews.com