د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا او برېتانیا له سفیرانو جان باس او مېرمن الیسن بلیک سره جلا جلا کتنې کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست وايي، دغه دواړه کتنې پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه په سپیدار ماڼۍ کې شوې دي.
په معلوماتو کې ویل شوي، ښاغلي عبدالله له دواړو سفیرانو سره پر ټاکنو د سولې پر هڅو او په هېواد کې په وروستیو سیاسي تحولاتو خبرې اترې کړې دي.
د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل