۰
د کرنې وزیر:

څلورو کلونو کې به تر ۶ لکه زیاتې مېرمنې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي

چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۲
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، راتلونکو څلورو کلونو کې به تر شپږ لکه زیاتې افغان مېرمنې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.
څلورو کلونو کې به تر ۶ لکه زیاتې مېرمنې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، راتلونکو څلورو کلونو کې به تر شپږ لکه زیاتې افغان مېرمنې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دراني، چې پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه د ښځو د پياوړتیا دریم ملي کنفرانس وینا کوله و ویل، چې دغه وزارت د ښځو د اقتصادي ودې او پر ځان بساینې پروګرام پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروګرام پر مټ به په نېږدې کې کې ۶۷۰۶۰۰ ښځو ته کورنۍ باغچې، قوریې او شنې خونې جوړې کړي او ۴۲۰۶۰۰ مېرمنو ته به د چرګانو کوچني فارمونه، د مالدارۍ فارمونه، د پسونو د ساتنې فارمونه او د شاتو د مچیو فارمونه جوړ کړي.

دغه راز ښاغلي دراني و ویل، چې کرنې وزارت به په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱۰۵ زره او ۸۰۰ میرمنو ته د کرنې د تقاضا برخه کې روزنه ورکړي او ۲۰۰ نورو مېرمنو ته به د تولیداتو د بازارموندې په برخه کې ملاتړي پروګرامونه پلي کړو.

د کرنې د وزیر په وینا څلور کاله وروسته به وزارت وتوانېږي چې ۶۱۶ زره او ۶۰۰ مېرمنې د کرنیز سکټور په برخه کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا ژوند وکړي.

د یادونې ده، چې په کرنیز سکټور کې د ښځو د پیاوړتیا دریم ملي کنفرانس ته لسګونه په کرنیز سکټور کې بوختې مېرمنې راغلې دي او دوه ورځې به د کرنې وزارت د ښځو اړوند پالیسو باندې بحثونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي