امریکا: په وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي

27 قوس 1398 ساعت 9:26

د امریکا په مونتانای ایالت کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د امریکا په مونتانای ایالت کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مونتانای ایالت پولیسو هم د برید پخلی کړی او ویلي یې دي یوه وسله وال بریدګر په عامو خلکو ډزې کړې.

دوی وايي، په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پولیس وايي، تر برید څو دقیقې وروسته دوی سیمې ته رسېدلي او بریدګر د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

دوی زیاتوي، چې د پېښې د اصلي انګیزې او لامل په اړه پلټنې پیل کړې او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو دریو اونیو کې څلورمه وسله وال برید دی، چې په امریکا کې تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123240

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com