خلیلزاد ولسمشر غني ته د سولې د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل

27 قوس 1398 ساعت 12:26

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له قطر نه کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې لیدلي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له قطر نه کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې لیدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ سرچینې وايي، خلیلزاد نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۷ مه په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې خلیلزاد په دغه لیدنه کې ولسمشر غني ته په دوحه او اسلام آباد کې د سولې په تړاو د خپلو وروستیو ملاقاتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، له خلیلزاد سره د ولسمشر غني د خبرو اصلي محور، د اوربند تامین او له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر پټنځایونو تمرکز و.

سرچینه وايي، ښاغلي غني په دې کتنه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام خپلې اندېښنې وښوده او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان دولت او خلک په بشپړ ډول تلپاتې سوله غواړي او په دې برخه کې هیڅ ډول شک نشته دی.

په دې کتنه کې، دواړو لوریو هیله وښوده چې په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره لومړی اوربند وشي.

خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د امریکا له خوا د طالبانو سره د ۹ میاشتونو مخکنیو خبرو تر  لغوه کېدو وروسته تېره یوه اوونۍ د قطر پلازمېنه کې دوحه کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرې بیا پیل کړې.

خو په بګرام هوايي اډه د طالبانو تر برید وروسته دغه خبرې د لنډې مودې لپاره ودرول شوې او دواړو لورو ویل، چې خبرې یې د خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په خاطر درولې دي.

د طالبانو او امریکا د تېرې اوونۍ په خبرو کې بحث تر ډېره په اوربند، بین الاافغاني رسمي خبرو پر پیل او د سولې د تړون په لاسلیک راڅرخېده.

د خبرو تر درېدو وروسته خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې ولیدل.

د باجوه او قریشي سره تر لیدنې وروسته خلیلزاد په خپل ټوېتر ولیکل، چې پاکستان د افغانستان د تاوتریخوالي د کمولو او سولې د هڅو په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو ژمنه ورسره کړې.

له پاکستاني چارواکو څخه تر لیدنې وروسته خلیلزاد بېرته قطر ته ولاړ او ګمان کېده، چې د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شي، خو راپوروه وايي، خلیلزاد نن کابل ته راغلی او د افغان چارواکو سره به وګوري.

خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې عرب نیوز د طالبانو د مرکچي پلاوی په تایید ویلي، امریکایي پلاوي له دوی غوښتي، چې لس ورځنۍ عمومي اوربند وکړي.

دغه سرچینې ویلي، امریکايي لوري دا ګواښ هم کړی که طالبان لس ورځنی اوربند ونه مني، کېدای شي د سولې روان مذاکرات ودروي.

یادې سرچینې دا هم ویلي، د دوی مشرتابه اوس پر دې خبرې کوي، چې له امریکا سره لس ورځنۍ اوربند وکړي که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123245

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/123245/

جمهور
  http://jomhornews.com