روسیه:

امریکا له افغانستانه د وتلو پلان نه لري، د داعش ملاتړ کوي

27 قوس 1398 ساعت 13:44

د روسيې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پروشف وايي، امریکا له افغانستان څخه د وتلو پلان نه لري او له داعش ډلې ملاتړ کوي.


د روسيې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پروشف وايي، امریکا له افغانستان څخه د وتلو پلان نه لري او له داعش ډلې ملاتړ کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  ښاغلي پروشیف دغه څرګندونې نن چهار شنبې د ایران پلازمېنه تهران کې د سیمې د ملي امنیت سلاکارانو په غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې  امریکا په افغانستان کې د امنیتي ګډوډۍ لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي او په دې اړه کره اسناد موجود دي، چې امریکا، افغانستان ته د داعش جنګیالیو په لېږد کې لاس لري.

د هغه په وینا اټکل کېږي، چې  اوس مهال په افغانستان کې له دوه نیم تر څلور زره داعش جنګیالي موجود دي او ترهګر هر کال د افغانستان له نشه يي توکو تر ۶سوه میلیون ډالره ګټه تر لاسه کوي.

پتروشیف همدا راز په افغانستان کې د امریکا په ۱۸ کلن حضور ته په نیوکې سره وايي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې امنیتي ګډوډي زیاته شوې او لا هم بېګناه ملکیان وژل کېږي.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو هېڅ پلان نه لري او داسې ښکاري چې امریکايي مشران د ځواکونو په ساتلو او ایستلو یو تر بله اختلاف لري.

د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار د افغانستان د سولې په تړاو روانو مذاکراتو ته هم اشاره کړې او دا مذاکرات یې ناکام بللي دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې اړتیا ده د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیم مذاکرات پیل شي.

د یادونې ده، چې نن په تهران کې د سیمه ییز امنیت په تړاو دویم کنفرانس کې د روسیې، چین، هند، افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ونډه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com