دفاع وزارت: په غزني د طالبانو برید په شا تمبول شوی

27 قوس 1398 ساعت 14:06

ملي دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو برید یې په شا تمبولی او دغه ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو برید یې په شا تمبولی او دغه ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د غزني ولایت  کې د کابل – غزني پر لویه لار د شبهاز او نواحي په سیمو کې د افغان ځواکونو په امنیتي پوستو ډلیز بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه بریدونه د کمانډو ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول، چې په ترڅ کې یې طالبانو ماته وخوه او په شا وتمبول شول.

دفاع وزارت وايي، په نښته کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه تنه ټپیان او یوه اندازه وسلې او مهمات یې ګمانډو ځواکوکنو تر لاسه کړي دي.

دفاع وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123254

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123254/

جمهور
  https://www.jomhornews.com