ټاکنو کمېسیون راتلونکې اوونۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي

27 قوس 1398 ساعت 14:16

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په ۷ پاتې ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې او څېړنې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په ۷ پاتې ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې او څېړنې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ۷ پاتې ولایتونو کې د تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل شوې، چې د کمېسیون د چارواکو په وینا دغه پروسه په شپږو ولایتونو کې  بشپړه شوې او یوازې به بغلان ولایت کې لا هم دوام لري.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن چهارشنبې د لیدنۍ ۲۷ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تر سبا پورې به په بغلان ولایت کې هم د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شي.

د هغه په وینا د ۷ ولایتونو د پاڼو د تطبیق او جمعه بندۍ پروسه په مرکز کې روانه ده او د دغه پروسې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د راتلونکې اوونۍ په لومړیو ورځو کې اعلان شي.
 
جمهور خبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 123256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com