خلیلزاد:

د افغانستان د سولې پروسه کې یوه مهم پړاو ته رسېدلي یو

28 قوس 1398 ساعت 8:37

د افغاستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوی د افغان سولې په برخه کې یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي.


د افغاستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوی د افغان سولې په برخه کې یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې پرون له قطر نه کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او نورو چارواکو او سیاسیون سره یې وکتل دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته په یوه ټوېټ کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په کابل کې یې خپلې دوه ورځنۍ ګټورې سلامشورې پای ته رسولې او د سولې پروسه کې یوه مهم پړاو ته رسېدلی دي.

که څه هم خلیلزاد په دې اړه نور جزیات نه دي خو پرون ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشرۍ غني له خلیلزاد سره د اوربند، بین الاافغاني خبرو د پیل او په بهر کې د طالبانو د پټنځایونو اړه مفصلې خبرې کړې دي.

خیلزاد هم ویلي، چې په کابل کې یې د کتنو په لړ کې د تاوتریخوالي د کمېدو د هلوځلو او د بین الافغاني خبرواترو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د ولسمشر غني د ویاند صدیق صدیقي هم ویلي، ښاغلي غني له خلیلزاد سره په کتنه کې د طالبانو له لوري د تشدد پر دوام اندېښنه ښکاره کړه او د تلپاتې سولې غوښتنه یې وکړه.

خلیلزاد په داسې حال کې له افغان چارواکو سره د تاوتریخوالي په کمولو خبرې کوي، چې ویل کېږي، نوموړي په قطر کې د طالب استازو سره د خبرو پر مهال له طالبانو غوښتي، چې لس ورځنی عمومي اوربند وکړي.

د طالبانو د مرکچي پلاوی یوه غړي هم دغه خبر عرب نیوز ته تایید کړې او ویلي یې دي امریکايي لوري دا ګواښ هم کړی که طالبان لس ورځنۍ اوربند قبول نه کړي کېدای شي د سولې مذاکرات ورسره ودرول شوي.

د دغه سرچینې په وینا طالبانو هم له امریکايي لوري په دې اړه مهلت غوښتی تر څو د خپلو مشرانو سره پرې سلا مشورې وکړي، چې اوربند وکړي که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123267

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123267/

جمهور
  https://www.jomhornews.com