کورنیو چارو وزارت:

غزني کې مو د طالبانو د عایداتو ستره سرچینه له منځه وړې

28 قوس 1398 ساعت 10:08

کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د عایداتو یوه ستره زېرمه له منځه وړې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د عایداتو یوه ستره زېرمه له منځه وړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو دغه عملیات د هوايي ځواک په ملتیا د تېرې دوشنبې په شپه تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې عملیات د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د الوخېل په سیمه کې د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو پر یوه مرکز تر سره شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو د نشه يي توکو ۷ کارخانې او لویه زېرمه چې ۱۲۰ ټنه چرس په کې و کشف او له منځه وړل شوي دي.
 
خبرپاڼې کې راغلي، چې  طالبانو له دغې کارخانو او نشه يي توکو له عایداتو څخه د غزني د جګړې یوه لویه برخه تمویلوله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 123278

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123278/

جمهور
  https://www.jomhornews.com