د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هند ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره به وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا وايي، ښاغلی محب به له هندي چارواکو سره د سیمې د وضعیت په اړه یوه مهمه غونډه کې ګډون وکړي.
ملي امنیت شورا د دغه غونډې او سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
محب پر داسې مهال هند ته سفر کوي، چې پرون یې د ایران پلازمېنه تهران کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو په غونډه کې هم ګډون او وینا کړې وه.
نوموړي په دغه ناسته کې و ویل، چې د سیمې د سیاسي بې ثباتۍ اصلي او ستر لامل، ترهګري، نشه يي توکي، توتندلاريتوب او غیر دولتي ډلې دي.
ښاغلي محب دا هم ویلي و، چې افغانان د ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او تر نورو هېوادونو یې ډېره قرباني ورکړې.
د هغه په وینا په افغانستان کې د داعش ماته له ترهګرۍ سره د مبارې په برخه کې د افغانستان کلکه اراده ښيي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په ټینګار سره زیاته کړه، دا طالبان دي، چې د مرکزي اسیا، قفقاز، جنوبي اسیا، عرب هېوادونو، چین، ایران او نورو هېوادونو ترهګرو ته د فعالیت لاره هواروي.
جمهورخبري آژانس:کابل