ولسمشرغني:

د سولې پروسه سیمه ییز اړخونه لري، غواړو ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوو

28 قوس 1398 ساعت 11:25

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې هڅې یوازې د افغانستان د ثبات لپاره نه، بلکې د سیمې د ثبات لپاره دي او دا پروسه سیمه ییز اړخونه لري.


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې هڅې یوازې د افغانستان د ثبات لپاره نه، بلکې د سیمې د ثبات لپاره دي او دا پروسه سیمه ییز اړخونه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۷ مه د اسټرالیا ګورنرجنرال ډیویډ هرلي سره په ارګ کې د کتنې پر مهال کړې دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې، امنیت، ترورېزم سره د مبارزې او دوه اړخیزه اړیکو پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر زیاته کړې، چې افغانستان د سولې لپاره پخپلې برنامې په شدت کار کوي، خو له افغانستان څخه بهر د طالبانو د پټنځایونو موجودیت، له تروریستي او د نشه یي توکو ډلو سره د طالبانو اړیکې د سولې پروسه کې اساسي پوښتنې دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي« زموږ د سولې هڅې یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې دغه پروسه سیمه ییز اړخونه لري. زموږ هڅې د تېرو څلورو لسیزو جګړې د پایته رسولو لپاره دي چې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده.»

نوموړي په افغانستان کې د داعش ماتې ته په اشارې ویلي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمرکز له تروریزم سره پر مبارزې دی.

ولسمشر ویلي« موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ پخوانی بن بست مات کړ.»

خو په وینا یې تروریزم لا هم د افغانستان متحدینو ته د ګډ ګواښ په توګه موجود دی چې ګډې مبارزې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د اسټرالیا ګورنرجنرال ویلي، هېواد یې د سولې پروسه کې د افغانستان د دریځ ملاتړ کوي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د انکشاف او پرمختګ لپاره د دې هېواد د لومړیتونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هغه دا هم ویلي، هیواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزه اړیکو د لا زیاتې پراختیا غوښتونکی دی او حاضر دی چې د کانونو، ښوونې او روزنې، کرنې او اوبو مدیریت په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123285

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123285/

جمهور
  https://www.jomhornews.com